Jump to content

مليت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملیت هغه اړیکه ده چي څه ډول یو انسان د یو شمېر قوانینو له مخي د یو ځانګړي ملت او هیواد برخه ګڼل کیږي. ددې اړیکي لپاره پوهانو بېلابېل تعریفونه وړاندي کړي دي، خو د مطلب او مانا له پلوه یو له بل سره کوم توپیر نلري، بلکي موخه یې داده چي یو انسان څنګه په یوه ټولنه کي تر پیدایښت وروسته په طبیعي او قانوني توګه د هغه ځای ملیت په لاس راوړي، یا هم څرنګه یو شخص د یو هیواد د ځینو ځانګړو قوانینو تر مرحلې وروسته د هغه ټولني تابعیت د پاسپورټ او پېژندپاڼي له لاري لاسته راوړي.

ملي
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه

د نړیوالو قوانینو له مخي یو شخص په عمومي توګه ملیت له دوه ډوله شیانو په لاس راوړي.

لمړئ : کله چي یو څوک په یوه ټولنه کي وزیږي

دویم : د مور او پلار سره د ویني د اړیکي پر بنسټ

نړیوالو پوهانو ملیت پر څلور ډوله وېشلی دی. لکه تحصیلي یا ارادي ملیت، تبعي ملیت، تحققي ملیت او اجباري ملیت.

افغان ملیت

[سمول]

په افغانستان کي د ملیت د قوانینو له مخي هر هغه شخص چي په دغه خاوره کي زوکړی وي افغان بلل کیږي. د هیواد هر وګړۍ د خپل دغه حق له مخي اړ دی چي بریښنايي پېژندپاڼه یا هم تذکره ولري. ددې تذکرې سربېرن جوړښت د ملي اساس او بنسټ له مخي د ملي بیرغ (تور، سور او زرغون بیرغ) له رنګونو څخه جوړ دی، چي پر سر یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او لاندي د اړوند شخص ټول اړین معلومات د هیواد په دوو ملي ژبو ( پښتو او دري ) باندي لیکل سوي دي.