Jump to content

کيرکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کيرکي
Κίρκη (زړه يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
استوګنځی
Aeaea (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
magician (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Pasiphaë (en) ژباړلAeëtes (en) ژباړلPerses (en) ژباړلPerses (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

سيرسي په لرغونو يوناني افسانو او مذهب کې يوه کوډګره او کوچنۍ ښځينه خدايه (خدایګوټې-رب النوع) ده. په ډېرو روايتونو کې، سرسي د لمر د خدای «هيليوس» او اوقيانوسي حورې «پرس» د لور په توګه ښودل شوې ده. سرسي د درملو او بوټو په اړه د خپلې پراخې پوهې له امله شهرت درلود. د هغې د استعمال او د کوډو د لکړې يا ډانګ په مټ به هغې خپل دوښمنان يا هغه څوک چې دا به يې خفه کوله، په څارويو بدلول.[۱]

د هغې تر ټولو مشهورې افسانې د هومر په «اوډيسي» کې روايت شوي دي، کله چې «اوډيسيس» د «ټروجن» له جګړې څخه د ستنېدو پر مهال د هغې له ټاپو «ايايا» څخه ليدنه کوي، او هغه د نوموړي ډېر کارمندان په خنزيرانو (خوږ) بدلوي. هغه توانيږي تر څو نوموړې قانع کړي، او دوی بېرته انساني بڼې ته واړوي، له هغې سره يو کال اوسېږي او د «لاټينس» او «ټيليګنس» په ګډون له هغې زامن لري. په څارويو د نورو خلکو د بدلولو د هغې وړتيا د ايټالوي پاچا «پیکس» په کيسه کې نوره هم روښانه شوې ده، څوک چې هغې له دې امله په يوه مرغۍ اړولی و، چې د نوموړې د وړاندې تګ سره مقاومت کوي. يوه بله کيسه دا ده چې هغه د سمندر د خدای «ګلوکس» په مينه کې غورځي، څوک چې د «سيلا» په نوم يوې حورې ته پر دې ترجيح ورکوي. د غچ په توګه، سرسي هغه اوبه زهرجنې کړې، چېرته چې د هغې سیال لمبل او هغه يې په وېرونکي ديو بدل کړ.

د هغې انځورونه، ان په کلاسيکي وختونو کې، د هومر د روايت له تفصيل څخه مختلف دي، کوم چې وروسته د نشي په وړاندې د يوې خبرداري ورکونکې کيسې په ډول له اخلاقي پلوه بيا تفسير کړای شول. په دې اړه هم لومړۍ فلسفي پوښتنې راپورته شوې وې، چې ايا شونې ده په غېر منطقي حيوان د يو عقل لرونکی انسان بدلولو ته ترجيح ورکړل شي، او د دې په پايله کې د شوي بحث پايلې د رنسانس په پړاو ځواکمن اغېز درلود. سرسي همدا راز د ښکار کونکې ښځې د اصلي نمونې په توګه هم بلل شوې وه. د عمر خوړليو خلکو په نظر کې، دې سلوک نوموړې د يوې کوډګرې او له جنسي اړخه د ازادې ښځې په توګه بدنامه کړه. نوموړې له رنسانس څخه نيولې بيا تر عصري وختونو پورې په ټولو هنرونو کې بيا بيا انځور شوې ده.

لوېديځو انځورونو د هغې د شخصيت لپاره يوه بصري انځور جوړونه چمتو کړې ده، خو د سرسي اړوند له نورو کيسو يې هم الهام اخيستی، چې د «اويډ» په «ميټامورفيسيس» کې ليدل کېږي. د «سيلا» او «پيکس» برخو د تيري کونکې حسد بدۍ د هغې په بدو وړتياوو کې شاملې کړې، او دا يې د وېرې تر څنګ د هيلې په يوه څيره بدله کړه.

کلاسيکي ادبيات

[سمول]

کورنۍ او ځانګړتياوې

[سمول]

د ډېرو روايتونو تر مخې، هغه د لمر د خدای «هيليوس» او «پرس» لور وه، چې مور يې د درې زره اقيانوسي حورو څخه یوه وه. په «اوفيک ارګونيوټيکا» کې، د هغې مور ته د «استيروپ» نوم ورکړل شوی دی. د هغې یو ورور «ايټس» و چې د زرينو وړيو ساتونکی او د «ميډيا» پلار و، بل ورور يې «پرسيس» و. د خور نوم يې «پاسايفای» و، هغه د پاچا «مينوس» مېرمن او د «ماينيټور» مور وه. په نورو روايتونو کې راغلي دي چې هغه او د هغې خورزه «ميډيا» د «هيکيټي» لورګانې وې، چې د «ايټس» له لارې د کوډو ښځينه خدايه وه، چې عموماً ويل کېږي د هغې ورور و. عموماً د «کيليپسو» سره د هغې په اړه اشتباه پيدا کېږي، لامل يې د هغې په سلوک او شخصيت کې بدلونونه او له «اوډيسيس» سره تړاو دی چې دواړو ورسره درلود. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د يوناني افسانې تر مخې، سرسي د «ايايا» په ټاپو کې اوسېده. که څه هم کله چې هومر په جزيره کې د استوګنځای خبره کوي، نو مبهمه خبره کوي، خو په خپل حماسي نظر «ارګونيټيکا» کې د درېيمې مخزېږديزې زريزې پېړۍ د لومړيو لیکوال د «روډس» «اپيلونيوس» لیکوال ايايا د ايااليا (ايلبا) په سويل کې د «تيرينين» په ساحل (يعنې د ايټاليې لوېديځ ساحل) کې چېرته لټوي. په همدې شعر کې، د سرسي ورور «ايټس» وايي چې سرسي څه ډول ايايا ته ولېږدول شوه: "ما يو ځل د خپل پلار «هيليوس» په ګاډۍ له سورېدو وروسته وليدل، چې هغه زما خور سرسي لوېديځې ځمکې ته بيوله، او موږ د «ټيرينين» مرکزي سيمو ساحل ته ورسېدو، چېرته چې هغه تر اوسه ژوند کوي، چې دا له «کولچين» سيمې څخه ډېر لېرې دی". د «اپولونيس روډييس» په اړه يو څېړونکی ادعا لري چې «اپولونيس» د «هيسيوډ» په دې روايت کې پيروي کوي چې سرسي د «هيلويس» په ګاډۍ کې ايايا ته رسېدلې وه، په داسې حال کې چې «وليريس فلاکس» ليکلي دي چې سرسي د وزر لرونکو اژدهاوو په مټ لرې وړل شوې وه. رومي شاعرانو هغه د «ليټيم» د لرغونو روايتو سره تړاو ورکړی دی، او ويلي يې دي چې د هغې کور د «سرسيو» لوړې سیمې وې. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

هومر سيرسي د "ښايسته ويښتانو لرونکې او انساني خبرو لرونکې يوې وېرونکې ښځينه خدايې" په توګه تشریح کړې ده. «اپولونيس» ليکلي چې هغې (د هيليوس د هر بل بچي په څېر) ځلېدونکې زرينې سترګې درلودې، چې د رڼا وړانګې يې ايستلې، په داسې حال کې چې د «ارګوناټیکا ارفيکا» لیکوال وايي چې د هغې ويښتان د اور د لمبو په څېر و. د «اويډ» د The Cure for Love مطلب دا دی چې ښايی سرسي د بوټو او درملو علم له خپلې مور پرسي څخه زده کړی وي، چې د هغې په اړه باور دی همدا مهارتونه يې درلودل.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له اوډيسي مخکې

[سمول]

«اپولونويس» په «ارګونيټیکا» کې وايي چې سرسي «ارګونوټس» د «ميډیا» د ورور «ابسرټيس» له وژلو پاک کړ، چې ښايي د يو لومړي روايت څرګندونه کوي. به دې شعر کې، «ارګونوټس» سرسي ويني چې تروشو اوبو کې لامبي؛ د هغې په شا اوخوا کې شته ژوي هغه پخواني مينه کونکي نه دي چې بدل کړای شوي دي، بلکې هغه لومړي ژوي دي چې د ځنګلي ژويو سره ورته والی نه لري، او نه يې بدنونه له انسانانو په څېر دي، بلکې د اعضاوو يو مرکب دی. سرسي جيسن، ميډيا او د هغوی کارمندان خپل انګړ ته رابولي؛ هيڅ خبره نه کوي، دوی هغې ته په وينو لړلې خپلې تورې ښيي چې دوی د «ابسرټيس» د ټوټه ټوټه کولو لپاره کارولې وې، او يرسي سملاسي پوهېږي چې دوی د دې لپاره هغې ته راغلي چې دوی له دې قتل څخه پاک کړي. هغه د شيده رودونکي خنزير مرۍ پرې کوي او په هغوی يې وينه څڅوي، په دې ډول دوی پاکوي. له دې وروسته، ميډيا سرسي ته خپله کيسه په تفصيل سره وايي، خو د «ابسرټيس» د وژلو برخه ورڅخه لېرې کوي؛ له دې سره سره سرسي نه غولېږي، او د دوی کارونه بیخي نه خوښوي. په هر حال، په دې نجلۍ د افسوس له امله، او د دوی خپلوۍ ته په کتنې، هغه د دوی په لار کې د خنډ نه جوړېدو ژمنه کوي، او جيسن او ميډيا ته حکم کوي چې په سملاسي ډول له ټاپو ووځي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Circe | Greek mythology | Britannica". www.britannica.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-29.
  2. Homer, Odyssey 10.135; Hesiod, Theogony 956; Apollonius of Rhodes, Argonautica 4.591; Apollodorus, Library 1.9.1; Hyginus, Fabulae preface; Cicero, De Natura Deorum 48.4
  3. Orphic Argonautica "1217".
  4. Apollodorus, Library 1.9.1; Apollonius Rhodius, Argonautica .
  5. Grimal; Smith.
  6. Diodorus Siculus, Historic Library 4.45.1
  7. E., Bell, Robert (1993). Women of classical mythology : a biographical dictionary. New York: Oxford University Press. ISBN 978-0195079777. OCLC 26255961.
  8. William H. Race, Apollonius Rhodius: Argonautica, Loeb Classical Library (2008), 4.654–661
  9. Argonautica 3.309–313, translation by W. H. Race, Apollonius Rhodius: Argonautica, Loeb Classical Library (2008), p.241
  10. Valerius Flaccus, Argonautica 7.120
  11. Hesiod, Catalogue of Women frag 46
  12. Virgil, Aeneid 7. 10
  13. Homer, Odyssey 10.135
  14. Argonautica Orphica "1225".
  15. Apollonius Rhodius, Argonautica 4.727
  16. Ovid, The Cure for Love 4.15
  17. "They escaped neither the vast sea's hardships nor vexatious tempests till Kirké should wash them clean of the pitiless murder of Apsyrtos" (Apollonius of Rhodes, Argonautica, iv. 586–88, in Peter Grean's translation).
  18. See the ancient concept of miasma, a Peter Green's commentary on iv. 705–17, The Argonautika Apollonios Rhodios, (1997, 2007) p. 322.
  19. iv: 659–84. Gutenberg.org. 1997. نه اخيستل شوی 2014-03-19.
  20. Apollonius Rhodius, Argonautica 4.662-752